د اسلامي امارت مشرتابه: تر شریعت به یو قدم تېر نه سم او په اسلام معامله نه کوم

د اسلامي امارت مشرتابه شېخ هبت الله اخندزاده په کندهار کي د اختر د لمانځه پر مهال په خپله وینا کي یو ځل بیا ټینګار کړی چي تر شریعت به یو قدم تېر نه سي او په اسلام به معامله ونه کړي.
د کوچني اختر د لمانځه مراسم د کندهار په مرکزي عیدګاه کي د اسلامي امارت د مشر په امامت تر سره سوه خو هلته چاته د عکس یا ویډیو اجازه نه وه.
د اسلامي امارت مشرتابه په خپله وینا کي د اسلامي او شرعي احکامو پر تطبیق ټینګار کړی او د اسلامي امارت له ټولو غړو څخه یې غوښتي چي تر بریا وروسته هم قربانیانو ته دوام ورکړي.
ده زیاته کړې، دښمن اوس مهال هم ارام نه دی ناست او له افغانانو سره د تبلیغاتو له لاري په جګړه بوخت دی.
د اسلامي امارت مشرتابه وایي: «هغه دښمن، چې پرون یې تاسو په ډرون، ۵۲ ډوله طیارې او د بمونو په مور ویشتلاست، هغه دښمن مو اوس هم ارام نه دی ناست، اوس مو په تفرقې، تبلیغاتو او شیطانت وهي، د دوی مقابله په کار ده، آرام مه کښېنئ.»
هغه ویلي، لکه څنګه چې افغانان نن د اختر د لمانځه پر مهال په ظاهره سره نږدې دي همداسي باید زړونه هم سره نږدې کړي، کینه او دښمنۍ له منځه یوسي او یو بل ته عفوه وکړي.
دی وایي: «هغسي چي مو په سختۍ کي قرباني ورکړه هغسي مقابلې او قربانۍ ته بیا هم چمتو واوسئ، هماغسي استشهادي چي مو پرون وکړ د کامیابۍ د ساتلو لپاره بیا هم استشهادي وکړئ، قربانۍ ورکړئ، شاته نه سئ، ورته اماده واوسئ.»
ده زیاته کړې، افغانان هیڅ کله پر اسلام معامله نه کوي ځکه په سلګونه زره شهیدان یې د همدې اسلام لپاره قرباني کړي دي.
هغه دغه راز د اقتصادي وضعیت په اړه هم خبرې کړي او ویلي یې دي چې خلک باید په ګډه د خپل هېواد اقتصاد په خپله جوړ او خودکفا کړي.