د اسلامي امارت مشرتابه یوځل بیا دولتي مسوولین د اختلافونو له منځه وړو او «اطاعت» ته وهڅول

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د اسلامي امارت مشرتابه یوې غونډي ته ویلي چي «خپلمنځي اختلافات مه کوئ او د نظام د ساتلو لپاره پوره کوښښونه وکړئ».

هغه دغه راز له مسوولینو غوښتي چي د امربالمعروف قانون د بشپړ پلي کېدو په برخه کي همکار واوسي.

د کندهار ولایت مقام وايي، چي سپین بولدک ولسوالۍ ته د اسلامي امارت مشر د خپل سفر پرمهال ویلي چي دغه نظام په اطاعت او پرهېزګارۍ او دغه راز له دیني عالمانو د مشورو په اخستلو او د دوی په مشورو د عمل په مټ ساتل کېدای سي.