د اسلامي نړۍ د همږغۍ ټولني مشر ویلي هیڅوک دي د نجونو زده کړو سره مخالفت دین ته نه منسوبوي

د اسلامي نړۍ د همږغۍ ټولني عمومي منشي شیخ عبدالکریم محمد العیسي ویلي چي که څوک د ښځينه‌و پر زدکړو اعتراض لري نو خپل دغه مخالفت دي دین ته نه منسوبوي ځکه چي د ده په وینا، اسلام هیڅکله د نجونو پر زده کړو بندیز نه لګوي.
شیخ العیسي دا څرګندوني په اسلام اباد کي د نجونو زدکړو په اړه د کنفرانس پر مهال کړي دي چي ځیني برخي یې د اسلامي نړۍ د همږغۍ ټولني (رابطة العالم الإسلامي) ایکس‌پاڼي خپرې کړي دي.
که څه هم هغه کوم حکومت یا کوم ځانګړی اسلامي هیواد نه دی یاد کړی خو ویلي یې دي چي اسلام په هیڅ برخه او عمر کي د نجونو پر زده کړو بندیز نه لګوي.
داسي انګېرل کېږي چي اشاره یې په افغانستان کي د نجونو پر زده کړو لګول سویو محدودیتونو ته وه.
د اسلامي نړۍ د همږغۍ ټولنه یو نا دولتي بنسټ دی چي مرکز یې د سعودي په مکه ښار کي دی او وړاندي یې هم په افغانستان کي د نجونو پر زدکړو محدودیتونه غندلي دي.