د اسلامي نړۍ د پيوستون سازمان مشر کابل ته راغلی

د ط..البانو تر واک لاندي د ارګ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د اسلامي نړۍ د پيوستون د سازمان مشر محمد بن عبدالکریم العيسي نن دوشنبه کابل ته راغلی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د اسلامي نړۍ د پيوستون مشر به د ط..البانو د رئيس الوزرا، د کورنيو چارو او بهرنيو چارو د وزيرانو سره هم وويني.
په خبرپاڼه کي د محمد بن عبدالکریم العيسي د سفر موخه نده روښانه سوي