د اسلامي همکاريو سازمان، په افغانستان کي د سرپرست حکومت څخه وغوښتل چي د ښځو د زده‌ کړو او کار په اړه پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي

د دې سازمان مرستیال طارق علي بخیت د کامرون په پلازمېنه یاوندي کي د دې سازمان د غړیو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځوسمي غونډي ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کي، د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د مخکينيو پرېکړه ‌لیکونو د تطبیق پر لارو چارو خبري وکړې.

د اسلامي همکاريو سازمان په خپله ټولنیزه شبکه اېکس کي په یوه بیان کي ویلي، په ‌دې کتنه کي همدارنګه د تروریزم او مخدره موادو پر وړاندي د مبارزې او د افغانستان د امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبري وسوې.

د اسلامي همکاريو سازمان له دې مخکي هم  په کراتو کراتو له طالبانو غوښتي چي د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د تعلیم او کار د حقونو درناوی وکړي.