د‌ اسلام د‌ مبلغ او او ديني عالم دوکتور محمد اياز نيازي د شهادت پنځه کاله پوره سول

د نن څخه پنځه کاله وړاندي د افغانستان مشهوره ديني عالم، د پوهنتون استاد او د وزير محمد اکبرخان د جامع جومات امام دوکتور محمد اياز نيازي په يوه ځانمرګي برید کښي په شهادت ورسېدی.
د وزير محمد اکبرخان جامع جومات هغه ګويا بنده سوه، چي دوکتور نيازي به ولس ته د‌ اسلام د سپيڅلي دين تبليغ کوئ، هغه منبر بې کسه سوو، چي ولس ته به ئې د‌ دين، وطن او خاوري سره د مينې تبليغ کوئ، د پوهنتون هغه ټولګۍ بې استاده سوه، چي د دوکتور نيازي له درس څخه به ئې زده کړه‌کول او روښانه لار به ئې ټاکل.
دوکتوري محمد ايازي نيازي، چي په ځانمرګي بريد‌کښي په شهادت ورسېدی.
د‌ هغه ملګري او دوستان ګیله لري او وايي، چي د شهيد نيازي د‌ کورنۍ د غړو او اولادونو لاسنيوی مخکني نظام ونه کړه.
دوي له ط..البانو څخه د هغه د‌ کورنۍ د‌ غړو د لاسنيوي او مرستي غوښتنه کوي.