د اسټراليا کرکټ‌بورډ يوځل بيا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي پر ځینو لوبو د بندیز دفاع وکړه

وروسته له هغه چي د کرکټ نړیوالي شورا مشر د اسټرالیا لوبډله په ریاکارۍ تورنه کړه، د اسټرالیا کرکټ‌بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي پر ځینو لوبو د بندیز دفاع وکړه.

د فرانس‌پرس خبري اژانس د راپور له‌مخي، د نړیوالي شورا مشر ګریګ بارکلي د پنج‌شنبې په ورځ وویل، که استرالیا غواړي سیاسي پیغام واستوي، نو بیا دي په نړیوال جام کي هم د افغانستان پر وړاندي نه لوبېږي.

خو د اسټرالیا د کرکټ‌‌‌بورډ مشر ویلي، دی پر هغه دریځ ډېر ویاړي چي دوی خپل کړی دی.

په وروستیو کلونو کي د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلي د طالبانو له‌‌‌خوا د ښځو پر ورزش د بندیز له امله د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلي سره له دوه اړخیزو سیالیو ډډه کړې، خو د نړیوال جام په‌‌‌څېر په مهمو سیالیو کي یې د افغانستان پر وړاندي لوبي کړي دي.