د اسټرالیا د کورنیو شل اوریزو سیالیو یا بیګ بیش د ۱۴م پړاو سیالیو د لوبغاړو د رانیولو مراسم ترسره سول

نن یکشنبه د سپټمبر میاشتي په لومړۍ نېټه د بیګ بیش د ډرافټ یا د لوبغاړو د اخستلو مراسم بشپړ سول، خو سږ کال هيڅ افغان لوبغاړی یاد لیګ ته رانه نیول سو.

څو ورځي وړاندي په خبرونو کي وویل سول چي راشدخان په ‌خپله خوښه ونه غوښتل چي سږ کال دي هم د دې لیګ برخه ووسي.

د بیګ بیش لیګ په تيرو پړاوونو کي ګڼ شمېر افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته لوبېدلي دي.

د ویلو ده چي د بیګ بیش لیګ سیالۍ به د روان کال د ډسمبر میاشتي په ۳۱مه نېټه پيل سي.