د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وایي، د رسنیو مخکینی قانون په لږ بدلون سره عملي کوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي، چي وزارت یې د رسنیو په مخکیني قانون کي له لږو بدلونونو سره دغه قانون عملي کوي.
هغه دغه څرګندوني په پکتیا کي د خبریالانو سره د یوې ناستي پر مهال کړي دي.
که څه هم تر دې وړاندي چارواکو دغه ډول څرګندوني په بیا – بیا کړي او د نورو قوانینو تر څنګ یې د رسنیو لپاره د قانوني تشي د ژر ډکولو ویلي دا کار لا هم نه دی عملي سوی.
څو میاشتي وړاندي د ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلی وه، چي د رسنیو قانون تعدیل سوی طرحه مشرتابه ته استول سوې تر څو ژر یې نهایي او د عملي کیدو اعلان یې وسي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر نن ویلي، چي دوی پر یاد سوي قانون ډيري ملاحظې نه لرلې؛ خو ځیني موارد یې پکښي بدل کړي، ملي ګټو او اسلامي شریعت ته پکښي ډېر ځای ورکول سوی.