د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین د ترکیې «ټیکا» مؤسسې له مسوول سره کتلي دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي، د ترکیې «ټیکا» مؤسسې له مسوول فاضل آکین اردوغان سره کتلي دي.

چارواکي وایي، په دې کتنه کي د «ټیکا» مؤسسې مسوول د دغه مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چي د ترکیې او افغانستان د خلکو د ګډو فرهنګي مشترکاتو او اوږدې ملګرتیا له مخي به، د افغانستان د تاریخي آبداتو په رغونه او د ملي آرشیف، هنرستان او عامه کتابتونونو د تجهیز په برخه کي، خپله همکاري پراخه کړي.

هغه ژمنه کړې چي د خپلو پرمختیایي او فرهنګي پروګرامونو له مخي به ډېر ژر، د مولانا جلال الدین محمد بلخي د والد مدرسې او خانقا له سروې وروسته د بیارغوني لپاره لاس په کار سي.

د هنر او کلتور معین هم په خپلو خبرو کي، د یادي مؤسسې اغېزمن فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي چي ترکیې تل له افغانستان سره په پرمختیایي او فرهنګي کارونو کي مرسته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *