دا ټورنمنټ د پلازمېني دوشنبې په مرکزي سټوډیوم کي د نیپال او تاجکستان په لوبه پیل سو.
افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په همدې سټوډیوم کي د شنبې ورځي د مازیګر په پنځهنیمو بجو د نیپال د لوبډلي پر وړاندي وکړي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلي دوهمه لوبه به د سهشنبې په ورځ د کوربه تاجکستان له لوبډلي سره وي.
افغان لوبډله له څه باندي پنځهنیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.