د افغانستان، پاکستان او عربي متحده امارتو ترمنځ د ګډ سيریز د لوبو په دوام د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم د دوهم ځل لپاره د اماراتو ټیم ته ماته ورکړه

دغه لوبه د یکشنبې په ورځ په عربي متحده اماراتو کي ترسره سوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي، افغانستان په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کي څلور لوبي کړي چي درې یې ګټلي دي.

د هغه په وینا، افغان لوبډله د راتلونکي سه‌شنبې په ورځ له پاکستان سره په فاینل کي لوبیږي او ښه تیار دی چي پاکستان ته هم ماته ورکړي او جام وګټي.

د یادوني ده چي د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلي د ۲۰۱۷م کال اسیا جام اتلولي ګټلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *