د افغانستان، پاکستان او متحدو عربو اماراتو د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ په درې اړخیزه لړۍ کي افغانستان متحدو عربو اماراتو ته بیا ماته ورکړه

دا په دغه لړۍ کي دویم ځل دی چي افغانستان له متحدو عربو اماراتو څخه لوبه ګټي.

د یکشنبې د ورځې په لوبه کي د متحدو عربو اماراتو لوبډلي افغانستان ته ۸۹ منډو هدف وټاکی.

د اماراتو ټول لوبغاړي په ۳۶.۳ اوورونو کي وسوځېدل.

افغان لوبغاړو ټاکل سوی هدف په ۲۲م اوور کي پوره کړ او لوبه یې په اتو ویکټو وګټله.

افغانستان تر دې مخکي د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلي سره هم دوې لوبي کړي وې چي یوه یې ګټلې او یوه یې بایللې وه.

اوس افغانستان د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۶ له پاکستان سره د دغي لړۍ پایلوبه کوي.