د اسیا ایمرجینګ جام په دویمي نیمه پایلوبه کي د افغانستان الف لوبډلي د هندوستان الف لوبډلي ته د ۲۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او پایلوبي ته ورسېدل.
دغه سیالي د عمان په کوربتوب ترسره سوه، افغان ابدالیانو د پچي په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.
افغانستان د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کي ۲۰۶ منډي وکړې.
د هندۍ لوبډلي یوازېنی بریالی توپ اچونکی راسخ سلام وو چي ۳ افغان لوبغاړي یې وسوځول.
دا لومړی ځل دی چي افغان ابدالیان د اسیا ایمرجېنګ جام پایلوبي ته وځي.
پایلوبه به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د سریلانکا الف او افغان ابدالیانو ترمنځ ترسره کېږي.
د افغانستان او سریلانکا سبانۍ لوبه د اسیا جام د ځوانانو د کرکټ سیالیو په لړ کي وروستۍ سیالي ده.