د افغانستان الف ملي لوبډله عمان هیواد ته روانه سوه

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چي د افغانستان الف ملي لوبډله (افغان ابدالیان) نن له عمان او هانکانګ سره په درې اړخیزه لوبلړۍ کي د ګډون په موخه عمان هیواد ته روانه سوه.

کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي، چي د عمان هیواد په کورب‌توب له عمان او هانکانګ الف لوبډلو سره درې اړخیزه لوبلړۍ د رواني اکټوبر میاشتې په ۱۳مه پیلیږي او تر ۱۵مي به دوام ولري.

افغان ابدالیان لوبډله له رسمي لوبو وړاندي د اکټوبر په نهمه او ۱۰مه د عمان له الف لوبډلي سره دوې تمریناتي لوبي هم لري.

بورډ همداراز لیکلي، چي افغان ابدلیان لوبډله به له درې اړخیزي لوبلړۍ وروسته په ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کي هم برخه واخلي.

افغان کرېکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره تېره ورځ نوملړ هم په ډاګه کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *