دا سیالۍ چي د افغانستان په کوربهتوب په شارجه کي کېږي، د کابل په وخت په دوه نیمي بجې پیلیږي.
په پام کي ده چي دواړي لوبډلي د روان نوومبر په نهمه، یعني د شنبې په ورځ دوهمه او د نوامبر په یوولسمه درېیمه یو ورځنۍ سیالي وکړي.
د افغانستان او بنګلهدېش ټیمونه پهداسي حال کي له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوي، چي تازه د افغانستان الف یا ابدالیانو ټیم د اسیا د ایمرجنګ لوبډلو اتلولي وګټله او تر هغه مخکي د افغانستان ملي لوبډلي د جنوبي افریقا پیاوړي ټیم ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کي ماته ورکړه.