د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د شنبې مارکېټ په نوم ګډ بازار بیرته پرانیستل سو

د شنبې مارکېټ په نوم ګډ بازار چي د تاجکستان په خاوره کي پروت دی له کرونا وبا او بیا د ا.ا له بیا واکمنۍ وروسته تړلی وو.
دغه بازار د تاجکستان د ګورنو بدخشان سیمي په کلي خومب ښار کي پروت دی چي له مرکز دوشنبې سره شاوخوا شپږ ساعته د موټر واټن لري.
فرانس پرېس خبري اژانس وايي، که څه هم طالبان د تاجکستان له خوا د ترهګرو په لیست کي شامل دي، خو په خبره یې دغه بازار افغانانو ته فرصت ورکړی چي پر پوله واوړي او له تاجکستانه د اړتیا وړ توکي رانیسي.