د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مالياتي او سوداګریزو مسایلو په اړه د مذاکراتو لومړی پړاو ترسره سو

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ماليي او سوداګریزو مسایلو په اړه د خبرو لومړی پړاو د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو په معينيت کې ترسره سو

چارواکو د دوه ګونی مالیې ، سوداګریزو اړیکو ، پانګوونې ، د مالیې تیښتې مخنیوی ، او متقابل تاسیساتو په مسلو باندې بحث وکړ.
د دواړو هیوادونو استازو په دي تفصیلي مذاکراتو کې برخه واخیسته ، چې په پایله کې یې د لومړۍ مسؤدې په اړه موافقه وکړه. د خبرو اترو په راتلونکی پړاو کې به د دواړو هیوادونو لوړ پوړی چارواکی شامل وي او په نږدې راتلونکی کې به ترسره سی.