په پام کي ده چي دواړي لوبډلي دوهمه سیالي د جمعې په ورځ او همداراز د شنبې په ورځ، دوې نوري شل اوره سیالۍ وکړي.
دواړي لوبډلي همداراز د ډسمبر په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه په درې یو ورځنیو یا پنځوس اوره سیالیو کي هم مخامخ کېږي.
ورپسې په پام کي ده چي دواړي لوبډلي دوې ټېست سیالۍ وکړي.
د دوی لومړۍ ټېسټلوبه د ډسمبر په ۲۶مه پیلیږي او ټاکل سوې ده، چي دوهمه د جنورۍ په دوهمه نېټه پیل سي.
دا مسابقې د زمبابوې په کوربهتوب په هراري کي کېږي.