د افغانستان او زیمبابوې ټیسټلوبه نن په څلورمه ورځ د باران د اوریدو له کبله ځنډېدلې ده.

تر باران مخکي د افغانستان لوبډلي په داسي حال کي چي ۳ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو، ۵۱۵ منډي کړي او لا هم تر زیمبابوې ۷۱ منډي شا ته دی.

نن د څلورمي ورځي په پیل کي رحمت شاه وسوځېد. نوموړي په تېرو دوو ورځو کي ۲۳۴ منډي وکړې چي دا په یوه ټیسټ لوبه کي د یوه افغان لوبغاړي تر ټولو ډېري منډي دي.

همداراز کیپتان حشمت الله شهیدي ۱۷۹ منډي کړي او لا هم نه دی سوځېدلی.

له ده سره افسر ځاځی لوبیږي چي تر دې دمه یې ۴۶ منډي کړي دي.

سبا به د دې ټیسټ لوبې وروستۍ ورځ وي.