د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ دوهمه یو ورځنی لوبه پیل سوې.

د افغانستان او سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ د دویمي لوبي پچه افغانستان وګټله او په خپله یې لومړی توپوهنه غوره کړه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلي ځوان ورو توپ‌اچونکی الله محمد غضنفر وایي، سوېلي افریقا لوبډله په نړۍ کي یوه قوي لوبډله ده او ماتول یې اسان کار نه دی، خو دوی وکولای سول، چي په لومړۍ لوبه کي په لوړ توپير ماته ورکړي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، دوی په لومړۍ لوبه کي ښه پیل وکړ او کوښښ کوي، چي نور هم په ښه ډول مخته ولاړ سي.

الله محمد غضنفر د سوېلي افریقا پر وړاندي په لومړۍ لوبه کي غوره توپ‌اچونه وکړه او په ۱۰ اورونو کي یې ۳ لوبغاړي وسوزول او یوازي ۲۰ منډي یې ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *