د افغانستان او عمان د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ دوه تمریناتي لوبي ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېدې

دوهمه لوبه پرون پنج‌شنبه ترسره سوه، چي د ۶ منډو په توپیر افغان لوبډلي وګټله.

د افغانستان لپاره ذبید اکبري نیمه سلیزه ووهله او مقابلي لوبډلي ته یې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه، چي عمان الف لوبډلي یې په ځواب کي ۱۸۴ منډي وکړې.

تر دې وړاندي لومړۍ لوبه کي عمان بریا خپله کړې وه.

ټاکل سوې، چي افغان الف لوبډله د اکټوبر په ۱۳مه نېټه له عمان او هانګ کانګ سره په یوې درې اړخیزي لوبلړۍ کي برخه واخلي او تر هغه وروسته به اسیا جام سیالیو کي ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *