د افغانستان او نیوزلنډ تر منځ ټېسټ لوبه د باران له کبله په درېيمه ورځ هم ونه سوه

د افغانستان او نیوزلنډ تر منځ د هند په ګرېټر نواډا کي د کرېکټ یوازینۍ ټېسټ لوبه د باران او لوبغالي لوندېدو له کبله په درېيمه ورځ هم ونه سوه.

په پام کي وه، د دوشنبې سهار دا لوبه پیل سي، خو د منتظیمونو په وینا د باران له کبله لوبغالی تر ناوخته پوري لوند پاته سو، چي له کبله یې لوبه بالاخره تر سې شنبې، چارشنبې او اوس تر پنجشنبې پوري وځنډېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا د پروني باران له کبله اوس هم لوبغالی په بشپړه توګه نه دی وچ سوی.

د دريو ورځو لوبي نه کېدو له کبله به اوس پاته دوې ورځي دا لوبه کېږي.

د کرېکټ بورډ په وينا لوبڅاران به سبا سهار ۸:۰۰ بجې د لوبغالي له ارزوني وروسته د لوبي د پیل په اړه پرېکړه کوي.

د افغانستان مشري حشمت الله شهيدي کوي. نوموړي ويلي دي، چي لوبي ته يې پوره چمتووالی نيولی او هيله يې ښودلې وه چي ښه سيالي به نندارې ته وړاندي کړي.