د افغانستان او نیوزيلنډ ترمنځ ټېست لوبه د پرله‌پسې اورښتونو له امله نن لغوه سوه

د افغانستان او نیوزيلنډ ترمنځ یوازېنۍ ټېست لوبه چي ټاکل سوې وه د دوشنبې په ورځ د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کي پیل سي، د پرله‌پسې اورښتونو له امله نن لغوه سوه.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له‌مخي چارواکو نن جمعه د ټاکلي لوبي په پنځمه ورځ پرته له‌دې چي یو توپ هم ووهل سي، د پرله‌پسې اورښتونو له امله دغه لوبه لغوه کړه.

دا اتم ځل دی چي یوه ټېسټ لوبه پرته له‌دې چي پیل سي، د باران له امله لغوه کېږي.

د ګریټر نویډا د لوبغالي کارکونکو هڅه کوله چي د دغه لوبي لپاره مناسبه مځکه برابره کړي، خو پرله‌پسې بارانونو د دوی د دې کار مخه ونیوله.

دا په روان ۲۰۲۴ کال کي د افغانستان درېیمه ټېسټ لوبه وه، چي تر دې مخکي یوه یې له ایرلنډ سره وه او بله هم له سریلانکا سره وه.

همدارنګه په پام کي ده چي د افغانستان د کرکټ لوبډله به د رواني سپټمبر میاشتي په ۱۸مه په متحده عربي اماراتو کي له جنوبي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي.