د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ لوبي دویمه ورځ هم پرته له لوبي کولو پای ته ورسېده

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبي دویمه ورځ هم پرته له لوبي کولو پای ته ورسېده.

د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د اورښتونو له امله د لوبي په دویمه ورځ هم لوبغالی د لوبي لپاره برابر نه وو.

په پلان کي وه چي دغه ټېسټ سیالي د دوشنبې په ورځ د سپټمبر میاشتې په نهمه نېټه پیل سوې وای، خو اورښتونو او لوند لوبغالي لا هم سیالي ځنډولې ده.

د هندوستان د ګریټر نویډا په لوبغالي کي شدید اورښت لوبغالی لوند کړی وو چي لوبڅارانو پرله‌پسې دوې ورځي د لوبغالي ارزونه وکړه او پرېکړه یې دا وه چي لا لوبو ته نه دی چمتو.

که چېري لوبغالی لوبو ته اماده سي، د لوبي درېیمه ورځ به د سپټمبر په ۱۱مه نېټه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ پيل سي.