دغه بانک د یکشنبې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره له ټولو پیسو تبادله کوونکو او د پیسو د خدمتونو له مرکزونو غوښتي چې سبا دوشنبه په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
د يادولو ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه په ميليونونو ډالر د ليلام له لارې پلورلي دي.
بل خوا د افغانستان بانک نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یو امریکايي ډالر په ۷۰ افغانیو تبادله کېږي.