د افغانستان بانک وایي، چي سبا چهارشنبه د داوطلبۍ له لاري ۲۷ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي تر څو د افغانیو ارزښت وساتل سي.
یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتنه کړې، چي په دې داوطلبۍ کي ګډون وکړي.
سرچینه زیاتوي، چي د افغانیو ثبات هڅو په دوام یې وړمه ورځ هم ۲۵ میلیونه ډالر لیلام کړي وه.
یاده دي وي، چي د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت ساتل خپل لومړیتوب بولي او د ګټورو لارو چارو په وسیله توانېدلي چي د افغانیو ارزښت وساتي.
د افغانیو او ډالرو ترمنځ د نرخونو موضوع په دې وروستیو کي عام افغانان سخت اندېښمن کړي دي.
خلک د افغانیو د ارزښت ساتلو ترڅنګ له طـ.البانو غواړي، چي د خوراکي توکو بیې هم کنټرول کړي.