د برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالباري عمر ویلي، چي ۷۷ ترکي شرکتونه په بېلابېلو برېښنايي پروژو کار کوي چي ځیني د تخنیکي څېړنو په پړاو کي دي او پر ځینو عملي کار پیل سوی دي.
ده همداراز وویل، برېښنا شرکت په تېرو درې میاشتو کي د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پروژې ډیزاین کړي، چي پکښي د باد، ګاز، ډبرو سکرو او لمریزي برېښنا پروژې شاملي دي.
د برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالباري عمر پخوانیو چارواکو او زورواکو ته خبرداری ورکړی چي که د برېښنا پورونه ورنه کړي شتمنۍ به یې ضبط سي.
د ده په وینا، د تېر نظام پر دولتي ادارو، چارواکو او زورواکانو ۱۳ میلیارده افغانۍ د برېښنا پور پاته دی.