د افغانستان د ریيس الوزرا اقتصادي مرستیال او روسيي د ځانګړي استازي تر منځ ليدنه ترسره سوه

د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو او سیاسي پرمختګونو په اړه د افغانستان د ریيس الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف ترمنځ لیدنه ترسره سوه. ملابرادر د دوه اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وښودی او يادونه يي وکړه چي دواړه هيوادونه بايد له داسي کړنو څخه ډډه وکړي چي له امله يي متقابل اړخونو ته زيانونه رسيږي. هغه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو او له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خوشبیني څرګنده کړه. عادلګیرییف د افغانستان د ثبات لپاره د ملاتړ ژمنه وکړه او په سیمه ایزو اقتصادي نوښتونو کې د ملګرتیا لپاره چمتووالی څرګند کړ. دواړه خواوې د سیمه ایزو بدلونونو سره د تړلو خطرونو د کمولو اړتیا مني او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دي.