د افغانستان د بېلابيلو ولایتونو ځیني اوسېدونکي د انټرنیټي کڅوړو د بیو له لوړوالي او د مخابراتي خدمتونو له څرنګوالي شکایت کوي.

دوی وایي چي، مخابراتي شبکې خپلو مشتریانو ته سم خدمتونه نه وړاندي کوي.

د ځینو ولایتونو د اوسېدونکو په خبره، دا مهال ۱۰ جي بي انټرنټ په ۶۰۰ سوه یا ۷۰۰ افغانۍ دی، خو کیفت یې ډېر خراب دی.

د پلازمیني کابل په ګډون د ځینو ولایتونو اوسېدونکي د انټرنیټي خدمتونو د څرنګوالي او بیو په اړه شکایت کوي او وایي، په افغانستان کي یو جي بي انټرنټ ١٥٠ یا ١٠٠ افغانۍ دی، چې بیه یې لوړه ده او سرعت يې ډېر پڅ دی.

د مخابراتي ټکنالوژۍ کارپوهان بیا په افغانستان کي د انټرنیټي بیو د لوړوالي لامل له سمندر څخه د افغانستان لیري والی یادوي، خو وايي دا چي د یوې ځانګړي بیي په مقابل کي څومره انټرنیټ باید خلکو ته وړاندي سي، حکومت او مخابراتي شبکې یې باید په اړه خلکو ته ځواب ووايي.