د افغانستان د خبريالانو مرکز: ط…البان دي افغان خبريالان خوشي کړي

د افغانستان د خبريالانو مرکز په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د ط…البانو په زندانونو کي تر دامهاله لس تنه افغان خبريالان او درسنيو کارکوونکي بنديان دي.
هغوی د ط…البانو د حکومت څخه غوښتنه کوي، چي هغه لس تنه خبريالان چي د ط…البانو سره بنديان دي ژر تر ژره دي خوشي کړل سي. دغه مرکز د ط…البانو له خوا د افغان خبريالانو نيول کېدل او د هغوی شکنجه کول د افغانستان د بيان د آزادۍ په وړاندي يو ستر خنډ بولي او زياتوي چي ط…البان دي د افغانستان پر رسنيو باندي د سانسور کولو او دهغوی څخه د خپلواکۍ اخېستلو څخه دي لاس واخلي او افغان خبريالان دي آزادي پرېږدي، چي په بې طرفه ډول د ولس ستونزو او مشکلاتو ته انعکاس ورکړي.
د يادوني وړ ده، چي د ط…البانو د استخباراتو ادارې د کابل ټايمز او رسا تلوېزيون خبريال راشد کاشفي د دوهم ځل له پاره نيولی دئ، چي ورسره سم د خبريالانو د ملاتړ ادارو او خبريالانو دکاشفي او د نورو هغه خبريالانو چي له ط…البانو سره بنديان دي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *