د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان کي پر یوه پخواني خبریال د وسله‌والې حملې په باب سخته اندېښنه ښودلې ده

دغه سازمان پرون یک‌شنبه په یوه اعلامیه کي ویلي، دوی په پاکستان کي د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په تړاو ژوره اندېښنه څرګندوي.

په راپورونو کي ویل سوي، په پاکستان کي ناپېژاندو وسله‌والو د اریانانیوز خصوصي ټلوېزیون مخکینی خبریال عبدالعزیز سخي‌زاده په یوه حمله کي ټپي کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان لیکلي، هغه افغان خبریالان چي درېیمو هیوادونو ته د خپل ژوند د خوندیتوب په موخه تللي؛ خو له بده‌مرغه په‌دې وروستیو کي ان هلته هم د ژوند له خوندیتوبه نه‌دي برخمن.

تر دې مخکې د اګست پر ۲۵مه پر یوه بل پخواني خبریال نصیر احمد بهروز هم په اسلام‌اباد کي حمله سوې وه.