د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، هېواد کې د پانګونې ټولو فرصتونو له موجودیت سره سره، نړیوال بندیزونه یوه لویه ستونزه ده.

په هېواد کې پانګونې ته د افغان پانګوالو د لېوالتیا په اړه د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر له څرګندونو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، هېواد کې د پانګونې ټولو فرصتونو له موجودیت سره سره، نړیوال بندیزونه یوه لویه ستونزه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، د نړیوالو محدودیتونو ترڅنګ، د انرژۍ کمښت هېواد کې پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا کمه کړې.

د الکوزي په وینا، له ټولو ننګونو سره سرپرست حکومت په تېرو درېوو کلونو کې د پانګوالو لپاره د ۵۰ سلنه مالیاتو کمښت، د وارداتو د تعرفو لوړېدل او د سوداګرو امنیت په برخو کې د کورنیو پانګونو ملاتړ کړی دی.

د ايران د سوداګرۍ او صنايعو خونې په دې وروستيو کې اعلان کړى چې دغه هېواد کې تر ټولو ډېر بهرني پانګوال افغانان دي او لا هم غواړي یاد هېواد کې پانګونه وکړي.