د افغانستان د سينما مشهوره څېره کاکا رفيق وفات سوی

رفیق خواجه‌زاده، چې په «کاکا رفیق» مشهور و، د افغانستان د سینما او تیاتر له نامتو څېرو څخه وو د دې فاني نړۍ څخه ئې سترګي پټي کړي.
د پروان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته تائید کړې، چي ښاغلی خواجه‌زاده د پنج‌شنبې په ماښام، د جوزا په ۲۹مه، د پروان ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کي د ناروغۍ له امله وفات سوی.
خواجه‌زاده د پروان ولايت د جبل‌السراج ولسوالۍ اوسېدونکی وو او خپل هنري فعالیت ئې د همدې ولسوالۍ څخه پیل کړ. هغه وروسته د وخت په تېرېدو سره د هيواد د سینما او تلوېزیون یو له محبوبو ممثلينو څخه سو او په ډېرو فلمونو او سریالونو کي ئې رول ادا کړ.
کاکا رفیق د افغانستان د کلتوري او هنري صحنې یو روښانه ستوری و. هغه نه یوازي په فلمونو او سریالونو کي رول لوبولی، بلکي د تیاتر په برخه کي ئې هم فعاله ونډه درلوده. د هغه د تمثل طنزیه سبک د دې لامل سو چي د هر عمر لیدونکي ئې مینه‌وال سي. د هغه تمثل اکثراً د ټولني د عادي خلګو ژوند انځوره وئ، چي دغه کار د هغه د شهرت یو مهم لامل وو.