د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، په یاده اندازه سوداګرۍ کي صادرات او واردات دواړه ترسره سوي دي.
د نوموړي په وینا په دې شمېره کي ۶۰ ملیونه صادرات ترسره او ۶۲۴ ملیونه یې واردات دي چي په تېرو پنځو میاشتو کي د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره سوي دي.
د کرنیزو پوهانو په باور افغانستان یو کرنیز هیواد دی او ډېری صادراتي توکي یې کرنیز محصولات دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخي افغانستان په کال کي کابو ۱۰ ملیارده ډالره راکړه ورکړه لري چي له دې ډلي یې ۲ ملیارده ډالره صادرات او ۸ ملیارده ډالر یې واردات دي.