د افغانستان د فوټبال ستوری قاسم جان اتل وفات سو

د افغانستان د فوټبال ستوری او د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم پخوانی غړی قاسم جان اتل چي د څه مودې راهيسي ناروغه وو، نن پنج شنبه ئې د دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړل او د تل له پاره ئې خپل لاره جلا کړل.
د کندهار ولایت د فوټبال فدراسیون مسئولينو هم د قاسم جان اتل مړینه تائید کړې او ویلي ئې دي چي، هغه نن (پنج شنبه) شاوخوا ۱۱ بجې په روغتون کي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
قاسم جان اتل په تېر لوی اختر کي په خپل کور کي د اورلګېدني له امله ټپي سوی وو، چي د درملني په موخه کابل ته انتقال سوی وو، چي تر کابل وروسته ئې په کندهار کي درملنه پيل سوه.
بايد وويل سی، چي قاسم جان اتل په کندهار کي یو له پخوانیو او تکړه فوټبالرانو څخه وو، چي د هغه د لوبي نندارې ته به د کندهار د لېرو پرتو ولسواليو څخه د هغه د فوټبال مينوال راتلل.