د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له کویټ سره لوبه لري

ټاکل سوې ده چي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶م میلادي کال د دویمې مقدماتي سیالۍ او د اسیا د ملتونو د ۲۰۲۷م کال جام ته د لار پيدا کولو په موخه د سه شنبې په شپه له کویټ سره مخامخ سي.
دغه لوبه د سه شنبې په ماخوستن د افغانستان پر وخت شاوخوا یوولس بجې پيلیږي.
د افغانستان لومړنۍ لوبه د جوزا پر ۱۷مه له قطر سره وه چي د سعودي عربستان د شهزاده عبدالله په لوبغالي کي له کوم ګول پرته پای ته ورسېده.
افغانستان له دې پایلي سره په الف ګروپ کي پنځه امتیازه وګټل او د درجه بندۍ د جدول په درېیم پوړ کي راغلی دی.