د افغانستان د فوټسال لوبډله په لومړي وار نړیوال جام ته بریالۍ سوه

د هېواد فوټسال ملي لوبډلي د قرغیزستان لوبډلي ته په ماته ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۴میلادي کال د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د فوټسال لوبډلي نن د نړیوال جام د لارموندني په وروستۍ سیالۍ کي خپل غښتلي سیال قرغیزستان ته ۵ پر ۳ ماته ورکړه.
دغه سیالي د تایلند په پلازمېنه بنکاک کي تر سره سوه چي په لومړۍ نیمايي کي افغانستان یو ګول وهلی وو او لومړی نیمايي یو پر صفر د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده.
د لوبې دویمه نیمايي د افغان لوبډلي لپاره په تاریخ بدله سوه او ۴ نور ګولونه یې ووهل.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په اسیايي سیالیو کي تر منځلوبو یا کوارټرفاینل پوري تللې وه خو له تاجکستان څخه یې ماته خوړلې وه.
په پام کې ده چي د فوټسال نړیوال جام د روان کال د سپټمبر میاشتي په ۲۴مه نېټه د ۲۴ غوره نړیوالو لوبډلو په ګډون په ازبکستان کي پیل سي.
د افغانستان اسلامي امارت هم نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلي د لارموندني مبارکي ویلې ده.