د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا چهارشنبه په نړیوال جام کي له پاراګوای سره لوبه لري

د دوی لوبه د نړیوال جام د ۱۶غوره لوبډلو په پړاو کي ترسره کېږي.

د فوټسال نړیوال جام په ازبکستان کي روان دی.

افغانستان د نړیوال جام په مقدماتي دور کي له خپل ګروپه د درېیم ټیم په حیث د ۱۶ غوره ټیمونو پړاو ته لار پيدا کړې ده.

افغان لوبډلي په ګروپي دور کي انګولا ته ماته ورکړې وه، خو له اوکراین او ارجنتاین څخه یې ماته خوړلې وه.

که افغانستان د پاراګوای په ماتولو بریالی سي کوارټرفاینل یا د اتو غوره ټیمونو ته لار پیدا کوي.

دا لومړی وار دی چي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کي لوبېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *