د افغانستان د موی‌تای رزمي ورزشکار قهرمان شاهین خپل چینایي سیال ته ماته ورکړه

د افغانستان د موی‌تای رزمي ورزشکار «قهرمان شاهین» په تایلنډ کي خپل چینايي سيال «وانګ یو» ته ماته ورکړه.
دغه سیالي د تایلنډ په «بانکاک» ښار کي د درېیو دقیقو په درېیو پړاوونو کي ترسره سوه، چي په پای کي شاهین خپل سیال د درنو ضربو په وسیله مات کړ.
د قهرمان شاهین او وانګ یو سیالي د موی‌تای د یوې معتبري ادارې له‌خوا د تایلنډ د یوې مهمي سیالۍ په چوکاټ کي ترسره سوه.
باید وویل سي چي شاهین د موی‌تای مشهور افغان ستوری او لومړنی افغان لوبغاړی دی چي په نړۍ کي د موی‌تای په لوړه کچه (RWS) کي سیالي کوي.
شاهین د افغانستان د نړیوال باکسینګ شورا (WBC) د اتلولۍ لومړی کمربند لرونکی لوبغاړی او همدارنګه په تایلینډ کي د موی‌تای نړیوالو سیالیو څخه دوه د اتلولۍ کمربندونه هم خپل کړي وه.