د افغانستان د همږغۍ ډلي ناسته په استانبول کي پیل سوه

په کابل کي د ترکیې سفارت وايي، د افغانستان د همږغۍ ډله به نن او سبا په استانبول کي ناسته ولري چي موخه يې د افغانانو لپاره د بشري مرستو راټول دي.
دې سفارت د چهار شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه د دې ناستي د پیل خبر ورکړی او ویلي دي، په ناسته کي د افغانستان په اړه د نړیوالو ټولني د لومړیتوبونو، پلانونو او د مرسته کوونکو د فعالیتونو په اړه خبري کیږي.
وړمه ورځ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت په یو بیان کي ویلي وه، تمه لري د استانبول په ناسته کي د افغانانو لپاره بشري مرستي راټولي کړي.
دا ناسته په داسي حال کي ده، چي د رویترز خبري اژانس د راپور له مخي، د ټرمپ ادارې افغانستان د هغو هیوادونو په لیست کي نه دی شامل کړی چي د امریکا بشري مرستي ورسره له سره پیلږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *