د افغانستان د هواپېژندني ادارې په ۱۱ ولایتونو کي د باران او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د هواپېژندني ادارې له قوله خبر ورکوي چي په بدخشان، نورستان، ننګرهار، کونړ، لغمان، پنجشېر، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست کي د تېز باران او سېلابونو او ورسره د تالندي او برېښنا، چټک باد او خاورو- دوړو اټکل کيږي.

د دې ادارې په بیان کي راغلي چي په بېلابېلو سیمو کي د باران کچه به له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پوري وي.

د بیان له مخي په سالنګونو او د هيواد په لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي سیمو کي هم د تېزو بادونو، خاورو دوړو اټکل کيږي.