د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي له خپل سیالي تاجکستانۍ لوبډلي څخه درې پر دوه ماتي وخوړه

د منځنۍ اسیا د والیبال د سیالیو په دوام کي چي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي ترسره کيږي، د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په خپله څلورمه سیالۍ کي نن سه‌ شنبه د تاجکستان د والیبال له ملي لوبډلي سره په میدان کي لوبه وکړه.

تاجکستان دغه لوبه د درې پر دوه په توپیر سره وګټله.

دغه سيالۍ د ازبکستان د تاشکند په ښار کي د منځنۍ اسيا د شپږو ټيمونو په ګډون د زمري د مياشتي په ٢٧مه پيل سوي دي او د پنج ‌شنبې په ورځ د سلواغې په درېيمه به پاى ته ورسيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *