د افغانستان د پاورلیفټینګ د فدراسیون رئيس نجیبالله ایوبي د دوشنبې په ماخستن د زړه د سکتې د امله د کابل په يوه روغتون کښي ساه ورکړې ده.
د نجيب الله ايوبي زوی ساحل ايوبي د سه شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته د خپل پلار د مړيني خبر تائيد کړی او ويلي ئې دي، چي هغه تېره شپه د زړه د سکتې له امله خپل ژوند د لاسه ورکړی دئ.
بايد وويل سي، چي نجیبالله ایوبي ۴۷ کلن و او له څو کلونو راهیسي د دغه فدراسيون د رئيس په توګه ئې دنده اجرا کول.