د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه زوی شهزاده احمد شاه د ۸۹ کلونو په عمر مړ سو

د احمد شاه خوریي نادر نعیم پر خپله ایکس پاڼه تېره شپه ناوخته د احمد شاه د مړیني په اړه خبر ورکړی.
د نادر نعیم په وینا، د محمد ظاهرشاه مشر زوی شهزاده احمد شاه تېره ورځ په امریکا کي د ورپیښي ناروغۍ له امله مړ سوی.
شهزاده احمد شاه چي د افغانستان ولیعهد وو، د امریکا په ویرجینیا کي اوسېدی او کوم سیاسي فعالیت یې نه درلودی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کي د ملي روغي جوړي عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله شهزاده احمد شاه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.