د لوړو زده کړو وزیر وایي، د تېرو جګړو له امله کرنیزه برخه زیانمنه سوې او هڅه کوي چي دې ستونزو ته حل لارې پیدا کړي
د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس په اړه خبرپاڼه خپره کړې چي پکښي یې د لوړو زده کړو د وزیر تر څنګ د یو شمېر نورو چارواکو نظریات لیکلي.
د لوړو زده کړو وزارت ویلي، یاد کنفرانس د دوشنبې په ورځ په کندهار ولایت کي د ګڼ شمېر چارواکو او بهرنیو متخصصینو په ګډون سره پیل سو.
د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کي ویل سوي، چي د کنفرانس د پرانیستي په مراسمو کي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل، چي د تېرو جګړو له امله د هیواد کرنیزه برخه هم زیانمنه سوې او دوی په دې هڅه کي دي چي د نورو برخو تر څنګ، د دې برخي ستونزو ته بنسټيزي حل لاري پیدا او کرنیزه برخه پر پښو ودروي.
دغه غونډي ته که څه هم خبریالان ور بلل سوي وه خو د عکس، ویډیو او ږغ د ثبت اجازه ورنه کړل سوه.