د افغانستان د ژورناليزم د پلار محمود طرزي ۹۳ تلين:

محمود طرزي د غلام محمد خان طرزي زوي وو چي په ۱۲۸۵ ﻫ ق کال په کابل کي زیږېدلی دی او په ۱۳۵۳ ﻫ ق کال په استانبول کي مړ سو. او ځيني دده د زیږېدني ځای د غزني دال ملک ښيي.
پلار یې د سردار رحمدل خان زوی او د سردار پاینده محمد خان لمسی وو. د سردار پاینده محمد خان اولادې تر ډیره وخته د افغانستان حاکمیت په لاس کي درلود چي دا سلسله د افغانستان په تاریخ کي د محمدزو د واکمنۍ په نامه یادیږي.
د دده پلار غلام محمد طرزي د امیر عبدالرحمن د سلطنت په وخت کي په دې تور چي ګواکي د امیر مخالفینو سره اړیکي لري لومړی بندي او بیا د خپلي کورنۍ سره چي دا وخت محمود طرزي لا سپاړس کلن وو هند تبعید سو.
محمود طرزي له دې وروسته له خپلي کورنۍ سره بغداد، دمشق او بیا استانبول ته لاړ. طرزي د ژوند په دې مرحله کي اردو، ترکي، عربي او فرانسوي ژبي زده کړې او د غرب له فرهنګ سره یې پوره آشنايي پيدا کړه.
دی یو لیکوال او شاعر شخصیت ؤ، په نظم او نثر کي د یو مکتب خاوند بلل کیږي. د امير حبيب الله خان د سلطنت په موده کي ئې د سراج الاخبار او سراج الاطفال په خپرونو، ژباؤنو او نورو لیکنو لاس پوري کړ او د افغانستان په ادبي او سیاسي چاپېریال کي لوی انقلاب او بدلون راووست.
ده خپلي دوې لوڼي سریا او خیریه د امیر حبیب الله خان دوو زامنو سردار امان الله خان او سردار عنایت الله خان ته په نکاح کړې.

علامه طرزي چي د مشروطیت غورځنګ دویم پړاو پرمخ روان کړی و؛ نو د مبارزې وسیله یې له واکمنو او دربار سره سره د سراج الاخبار چاپ او په هغې کي د سیاسي خپلواکۍ ترڅنګ د هيواد او ملت ویښتیا او روښانتیا هم وه؛ خو کله چي امیر حبیب الله خان وژل کېږي، د طرزي مسوولیت او د خپلو نظریاتو او افکارو عملي اړخ ته یې لا پام اوړي، همدا وو، چي د ځوان امیر امان الله خان په کابینه کي د خارجه وزیر تر څنګ یې د ازادۍ او خپلواکۍ په جګړه کي د یوه خورا بېسیاري مبارز او سرلاري په توګه نقش ولوباوه، دوی له خپلواکۍ وروسته د خپلي واکمنۍ په دوران کي د هغه ټولو فکري او نظریاتي ارمانونو د سرته رسولو کوښښونه وکړل، چي کلونه کلونه یې د دوی په افکارو او نشریاتو کي د یو موډل په توګه ځای نېولی و، تقریباً څه کم یوه لسیزه افغانستان د همدې روښانفکره واکمنۍ په اساس د نړۍ د تجدد، پرمختګ، معارف، اقتصادي او سیاسي ازادیو په برخه کي داسي لاسته راوړني درلودلې، چي دا دی د یوې پیړۍ په اوږدو کي مو هم بیا ځلي په نصیب نسوې او هغه باب لا هم نیمګړۍ نیمه خوا او ناتکمیل پروت دی.
طرزي د ۱۹۳۳م کال د نومبر په ۲۲مه نېټه، د ۶۸ کلونو په عمر، په استانبول (ترکيه) کي مړ سو.