د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان وایي، له سېلاب ځپلو سره مرسته کوي

د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چي د بغلان د سیلاب ځپلو سره ۱۵ لکه افغانۍ مرسته کوي.
هغه ویلي، دا مرسته به د ده د خیریه بنسټ له لوري پر اړمنو کسانو وېشل کیږي او هره ورځ به زر تنو سېلاب ځپلو ته پاخه سوي خواړه ورکول کیږي.
ده زیاته کړې چي دا مرسته به د ۱۵ ورځو لپاره دوام ولري.
هغه پر ټولو هیوادوالو ږغ کړی چي په دې سختو ورځو کي خپلو وطنوالو ته لاس ورکړي او له شتمنو هیوادوالو څخه یې غوښتي چي باید له ځپل سوو کورنیو سره مرستي وکړي.
د چارو وزارت وايي، د وروستيو سېلابونو له امله په دریو شمالي ولايتونو کي ۱۵۳ کسان مړه سوي دي.
خو نړیوالي ادارې دا شمېر دوه برابره بولي او وایي، سلګونه کسان نور ټپيان او په بېلابېلو ناروغیو اخته سوي.