د افغانستان د کرکټ لوبډلي سرسخت مينه وال رضا خان کاکا ناروغ دی او کرکټ بورډ يې د درملني لګښت پر غاړه اخیستی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ نوموتي مینه وال رضا خان کاکا د ناروغي په اړه ډاډ ورکوي چي د درملني ټول مصارف او لګښتونه به يې پر خپله غاړه اخلي.

رضا خان کاکا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي سرسخت مینه وال دی، چي تل یې افغان لوبډله او لوبغاړي هڅولي، لوبو ته ورغلی او تل یې د افغانستان کرکټ سره مینه کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ دغه راز د کرکټ له ټولو مینه والو څخه غوښتني چي د رضا خان کاکا د بشپړي روغتیا لپاره د ژر تر ژره رغېدو دعا وغواړي.