د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله خپل لومړۍ شل اوریزه لوبه نن ماښام د پاکستان سره کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د درې اړخېزو شل اوریزو لوبو په لړۍ کي خپل لومړۍ لوبه نن ماښام د پاکستان سره کوي.
د افغانستان او پاکستان د کرکټ دغه لوبه د جمعې په ماښام په متحده عربي اماراتو کي د کابل پر وخت په ۰۷:۳۰ بجې تر سره کېږي.
بايد وويل سي، چي دغه لوبي د پاکستان، عربي متحده اماراتو او افغانستان ترمنځ د‌ شارجې په لوبغالي کي تر سره کېږي او د سنبلې میاشتي تر ۱۶ مي نېټې پوري به جريان ولري.